ایراني سیال سره د کابل صداقت ټیم لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43591-ایراني_سیال_سره_د_کابل_صداقت_ټیم_لوبه
د کابل صداقت فوټسال ټیم پرون چهارشنبه په یوه مقدماتي لوبه کې د اصفهان ګیتي پسند ټیم پر وړاندې لوبه وکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 08, 1404 12:59 Asia/Kabul
  • ایراني سیال سره د کابل صداقت ټیم لوبه

د کابل صداقت فوټسال ټیم پرون چهارشنبه په یوه مقدماتي لوبه کې د اصفهان ګیتي پسند ټیم پر وړاندې لوبه وکړه.

دا لوبه چې د اصفهان په پیروزي تالار کې ترسره شوه د پنځه پر درې پایلې سره د ګیتي پسند ټیم په ګټه پای ته ورسیده.علي خلیل وند، مهدي کریمي، احمد عباسي او محمد حسین درخشاني د ګیتي پسند ټیم لپاره ګولونه ووهل.د کابل صداقت ټیم کې علي امیري یو او اکبر کاظمي دوه ګولونه ووهل.د افغانستان د فوټسال چارواکي وايي چې د داسې لوبو ترسره کول به د افغانستان د فوټسال غوره لیګ ټیمونو په چمتو کولو کې خورا اغیزمن وي.د کابل صداقت ټیم د افغانستان د فوټسال لیګ یو له غوره ټیمونو څخه ګڼل کیږي.