د روسیې دفاع وزیر څرګندونو ته د کابل غبرګون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43589-د_روسیې_دفاع_وزیر_څرګندونو_ته_د_کابل_غبرګون
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په ځواب کې په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون رد کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 08, 1404 12:57 Asia/Kabul
  • د روسیې دفاع وزیر څرګندونو ته د کابل غبرګون

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په ځواب کې په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون رد کړ.

تېره ورځ د روسیې د دفاع وزیر آندري بلو سوف د ډله ایز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د شلو څخه زیاتو افراطي ډلو شتون ته اشاره وکړه.هغه د دې وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د دې ډلو د نفوذ امکان خورا لوړ دی.د روسیې د دفاع وزیر د دې جنګیالیو شمیر له پنځلس زرو څخه ډیر بللی .خو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هیڅ خپلواکې ډلې شتون نلري او دا هیواد د خپلو ګاونډیو او په سیمه کې د نورو هیوادونو لپاره ګواښ نه دی.کابل مخکې هم په افغانستان کې د کوم ګواښ شتون رد کړی و او ویلي یې وو چې د دوی فعال پروګرام د ترهګرۍ سره مبارزه ده په ځانګړې توګه د داعش ډلې په وړاندې او دوی دا ډله په بشپړه توګه له منځه وړې ده.