نړۍ کې د صهیونیستانو ضد لاریونونه
د صهیونیستي رژیم پولیسو تیره شپه اعلان وکړ چې دوی نیول شویو سیمو څخه دیرش لاریون کونکي نیولي دي چې د بنیامین نتنیاهو د لیکود ګوند ودانۍ ته ننوتي وو.
په سلګونو لاریون کونکو په غزه کې د نتنیاهو د جرمي پالیسیو په دوام کې د ګوند ودانۍ شاوخوا لاریون وکړ.مظاهره کونکو وویل چې د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوازې د خپلو شخصي سیاسي موخو لپاره په غزه کې جګړې ته دوام ورکوي او دا جګړه د فلسطیني مقاومت ځواکونو څخه د صهیونیست بندیانو په خوشې کولو کې هیڅ ګټه نلري.همدارنګه په برلین کې د آلمان بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخته د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریون ترسره شو لاریون کونکو په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جرمونو د پای ته رسولو او د دې رژیم پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتنه وکړه.دوی په نړۍ غږ وکړ چې د صهیونیسټانو د ظلمونو او جرمونو پر وړاندې د فلسطیني خلکو ملاتړ وکړي.