د اصفهان نفتو کلب سره د محمد مرادي قرارداد غځیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43566-د_اصفهان_نفتو_کلب_سره_د_محمد_مرادي_قرارداد_غځیدل
د ایران د اصفهان د تیلو د تصفیې کلب د افغانستان د فوټسال ملي ټیم لوبغاړي محمد مرادي د قرارداد غځولو خبر ورکړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 07, 1404 13:08 Asia/Kabul
  • د اصفهان نفتو کلب سره د محمد مرادي قرارداد غځیدل

د ایران د اصفهان د تیلو د تصفیې کلب د افغانستان د فوټسال ملي ټیم لوبغاړي محمد مرادي د قرارداد غځولو خبر ورکړی دی

دا افغان لوبغاړی د دوهم پړاو لپاره له یاد کلب سره خپل قرارداد غځوي.مرادي د افغان فوټسال غوره لیګ په نوي فصل کې د کابل صداقت ټیم لپاره لوبه وکړه.د ایران د اصفهان د تیلو د تصفیې کلب وویل چې د افغانستان دا لوبغاړی په نړیوال جام کې د ګډون تاریخ لري چې د کلب له مدیرانو سره تر هوکړې وروسته خپل قرارداد غځولی دی.تر دې مخکې د افغانستان بل ملي لوبغاړي محمد جواد صفري د ایران د غوره لیګ اتل ګیتي پسند ټیم سره خپل قرارداد غځولی و.