راشدخان د نړۍ ۲۵ غوره لوبغاړو نوملړ کې
جوزا 07, 1404 16:38 Asia/Kabul
د افغانستان د شل اووریزو سیالیو کپتان راشد خان په تیرو پنځه ویشت کلونو کې د لنډ فارمیټ په غوره پنځه ویشت لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړ.
د کریک اینفو ویب پاڼې د څیړنې له مخې له دوه زره کاله تر دوه زره پنځه ویشتم کال پوري د ټي شل غوره پنځه ویشت لوبغاړو د لیست په سر کې راشید خان راغلی دی.د کریک انفو د تحلیلي راپور له مخې د لوبو پر پایلو د هغه اغېز، په بېلابیلو لیګونو کې د هغه فعالیت او توپوهنه یې د کرکټ په تاریخ کې له پنځه ویشتو نورو غوره لوبغاړو سره پرتله کړې ده.په دې لیست کې یوازي پنځه یې متخصص توپ اچوونکي دي. راشد خان د دوی په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.