قزاقستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
جوزا 08, 1404 16:28 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د آستانه په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی.
په دې غونډه کې به د اقتصاد، اقلیم بدلون، نړیوال امنیت، دوامداره پراختیا او سیمه ییزې همکارۍ په څیر موضوعاتو خبرې وشي.د سرپرست حکومت استازي به د غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د پانګونې د وړتیا په اړه هم خبرې وکړي.د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ د بهرنیو اړیکو له مهمو برخو څخه دي او په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ وده کړې ده.تر دې مخکې د سرپرست حکومت د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي لارې نقشې د مسودې لاسلیک کولو یادونه کړې وه.