جوزا 07, 1404 16:35 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر او د عمان پاچا کتنه

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د پاچا په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر وکړ او د عمان له سلطان هیثم بن طارق آل سعید سره یې ولیدل.

د دې سفر اصلي موخه د ایران او عمان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده، چې تل یې له تهران سره د منځګړي په توګه او په ښه نیت او رغنده همکاري کړې ده.د دې رسمي سفر په جریان کې، د دواړو هیوادونو چارواکو اتلس د همکارۍ سندونه لاسلیک کړل.د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر په یوه بیان کې وویل چې لاسلیک شوي سندونه د قانوني، اقتصادي، سیاسي، کلتوري، تعلیمي، روغتیا، دفاع، رسنیو، تخنیکي چارو، انرژۍ او کانونو همکارۍ په برخو کې دي.په ورته وخت کې، د عمان پاچا دا هم ویلي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د دې هیواد منځګړیتوب د سیمه ایزو ګټو او د ګاونډیانو د ګټو له امله ترسره کیږي.ایران او عمان ښې او اوږدمهاله اړیکې لري، او په تیرو څو لسیزو کې، تل د دواړو هیوادونو ترمنځ پراخ اقتصادي او سیاسي تعاملات شوي دي.