د ملاهبت الله پر تبعیت د حقاني ټينګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43560-د_ملاهبت_الله_پر_تبعیت_د_حقاني_ټينګار
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي دي چې د دوی د مشرانو سره مشوره د دوی د کار د ښه ترسره کولو لپاره ډیره ګټوره ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 07, 1404 13:04 Asia/Kabul
  • د ملاهبت الله پر تبعیت د حقاني ټينګار

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي دي چې د دوی د مشرانو سره مشوره د دوی د کار د ښه ترسره کولو لپاره ډیره ګټوره ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې دا څرګندونې د وزارتونو د دفترونو د مشرانو په منځ کې د "اصلاحاتو او ظرفیت لوړولو" په نوم په یوه غونډه کې وشوې.حقاني چې پخوا د سرپرست حکومت د مشر ملا هیبت الله د منتقدینو څخه پیژندل کیده اوس یې د هغه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دوی یوازې او د خپلو مشرانو سره له مشورې پرته سمه پریکړه نشي کولی.هغه دا هم ټینګار وکړ چې د خلکو کار باید په ځمکه پاتې نشي او چارواکي باید د افغانانو د ستونزو د حل لپاره سخت کار وکړي.د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني څو میاشتې د کورنیو چارو وزارت له انګړ څخه لرې او په نورو هیوادونو کې و.