د صهیونیستانو په هوايي برید کې د یو لبناني شهادت
جوزا 07, 1404 16:33 Asia/Kabul
د لبنان رسنۍ وايي چې د دغه هیواد په جنوب کې د صهیونیستي رژیم پوځ د هوايي برید په پایله کې د یاطر په ښارګوټي کې یو ملکي کس شهید شوی دی.
دغو رسنیو نن سهار وویل چې دا کس په موټرسایکل سپور وو او د خپل کور په لور روان و چې د صهیونیسټانو لخوا پرې برید شوی.په دې برید کې د شهید شوي کس هویت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.د لبنان دولت د صهیونیستي رژیم لخوا د اوربند د سرغړونې له امله په وار وار نړیوالې ټولنې ته اعتراض کړی دی.صهیونیستي رژیم په سلګونو ځله د لبنان دولت او د دې رژیم ترمنځ د اوربند تړون مات کړی دی چې د سلګونو کسانو د شهادت لامل شوی دی.