د صنعا په هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43557-د_صنعا_په_هوايي_ډګر_د_صهیونیستي_رژیم_برید
د یمن رسنیو د صنعا په نړیوال هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم د هوايي برید خبر ورکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 07, 1404 13:01 Asia/Kabul
  • د صنعا په هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم برید

د یمن رسنیو د صنعا په نړیوال هوايي ډګر د صهیونیستي رژیم د هوايي برید خبر ورکړ.

د یمن المسیره شبکې نن چهارشنبې راپور ورکړ چې صهیونیستي رژیم د یمن پر وړاندې خپل یرغل ته دوام ورکوي، په هوايي ډګر یې برید وکړ او تجهیزات او الوتکې یې زیانمنې کړې.په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم د دفاع وزیر ادعا وکړه چې یاد رژیم په هوايي ډګر کې د یمن د انصارالله غورځنګ ځایونه په نښه کړل.ویل شوي چې دا بریدونه د نیم ساعت لپاره د لسو جنګي جیټ الوتکو په کارولو سره ترسره شوي.د صهیونیستي رژیم د یرغل او د غزې د خلکو د ملاتړ په ځواب کې د یمن پوځ په مکرر ډول د توغندیو په ویشتلو او د بې پیلوټه الوتکو په لیږلو سره د اشغال شویو سیمو ژورې سیمې په نښه کړې دي.