د افغانستان والیبال غوره لیګ دوام
جوزا 05, 1404 14:11 Asia/Kabul
د افغانستان د والیبال غوره لیګ په څلورم فصل کې د لوبو په اتمه ورځ د نګین هریوا او خوست بازان ټیمونه یو بل سره مخامخ شول.
د افغانستان اولمپیک کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې لوبه د خوست لوبغاړو په ګټه د درېیو پر صفر پایلې سره پای ته ورسېده.همدارنګه پامیر او ستاره ټیمونه په یوه په زړه پورې سیالۍ کې یو بل سره مخامخ شول، چې ستاره ټیم خپل سیال ته د درېیو پر صفر پایلې سره ماتې ورکړه.د سرچینې په وینا د سیالۍ په شپاړسمه لوبه کې پامیر او ستاره ټیمونه یو بل سره مخامخ شول او په پای کې ستاره ټیم وکولای شو چې خپل سیال ته د درې پر صفر سره ماتې ورکړي.ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د دې اونۍ تر پایه پورې دوام وکړي، او په پای کې به غوره لوبغاړي د افغانستان په ملي لوبډله کې د ګډون لپاره وټاکل شي.