جوزا 05, 1404 17:39 Asia/Kabul
  • بامیان کې د یونسکو ناکافي فعالیتونه

بامیان ولایت کې د سرپرست حکومت والي عبدالله سرحدي وايي چې د یونسکو هڅې د دې ولایت د تاریخي اثارو د بیارغونې او ساتنې لپاره کافي ندي.

هغه د یونسکو د دفتر له مشر سره په لیدنه کې وویل چې بامیان د یو تاریخي ولایت په توګه ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري.د یونسکو د دفتر مشر عبدالله سرحدي سره د تاریخي ځایونو د بیارغونې او ساتنې په پروژو، په ځانګړې توګه د غلغله او ضحاک ښارونو په تړاو هم خبرې وکړې.بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان مهم تاریخي آثار په کې شتون لري، او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان له دې ولایت څخه لیدنه کوي.خو په دې ولایت کې یو شمیر تاریخي اثار او ځایونه چې اسلام څخه مخکې هم تاریخ لري د بشپړې ورکېدو له خطر سره مخ دي.