د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د باران وړاندوینه
جوزا 05, 1404 17:37 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې وړاندوینه کړې چې د افغانستان اوولس ولایتونه به نن دوشنبه له سختو بارانونو او سیلابونو سره مخ شي.
دا خبرداری بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو ته ورکړل شوی دی.اټکل کیږي چې په دې ولایتونو کې به د باران اندازه له لسو ملی مترو څخه تر دیرش ملی مترو پورې وي.په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم په ساعت کې له پنځوسو څخه تر سل کیلومتره سرعت سره د طوفانونو اټکل شوی.