د چاپریال ساتنې اړوند د کابل او تهران چارواکو لیدنه
جوزا 05, 1404 14:07 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر د ایران د ولسمشر له مرستیالې او د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې ادارې له مشر سره په کتنه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
مطیع الحق خالص د سیمه ییزو چاپیریالي ننګونو ته په اشارې سره د افغانستان او ایران ترمنځ د نږدې همکارۍ او ګډو پروګرامونو پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.هغه همدارنګه د کیمیاوي کنوانسیونونو پورې اړوند غونډو په جوړولو او په دې برخه کې د افغانستان د وړاندیزونو ملاتړ کې د ایران اسلامي جمهوریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.د ایران د ولسمشر مرستیالې شینا انصاري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د چاپیریالي ستونزو د حل لپاره د همغږۍ، سیمه ییزې همکارۍ او ګډو پروګرامونو پلي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.