ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43519-ایران_ته_د_پاکستان_د_لومړي_وزیر_سفر
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن ماسپښین د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 05, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • ایران ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن ماسپښین د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد.

هغه ترکیې ته له سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره له لیدنې وروسته تهران ته ورسید او ټاکل شوې ده چې لومړی د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وګوري.ویل کیږي چې ښاغلی شریف به د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر ایت الله خامنه ای سره هم وګوري.د دې سفر اصلي تمرکز د سیمه ییزو مسلو په ځانګړې توګه د فلسطین د مسلې په اړه بحث کول دي.په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جرمونو څېړنه او د دې رژیم په لاس د لسګونو زرو فلسطینیانو شهادت به د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو اصلي اساس وي.