د "مقاومت او خپلواکۍ ورځې" د کلیزې مبارکي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43518-د_مقاومت_او_خپلواکۍ_ورځې_د_کلیزې_مبارکي
د یمن د سیاسي عالي شورا رییس مهدي المشاط د لبنان حکومت، ملت، پوځ او مقاومت ته د "مقاومت او آزادۍ جشن" د پنځه ویشتمې کلیزې مبارکي ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 05, 1404 14:03 Asia/Kabul
  • د

د یمن د سیاسي عالي شورا رییس مهدي المشاط د لبنان حکومت، ملت، پوځ او مقاومت ته د "مقاومت او آزادۍ جشن" د پنځه ویشتمې کلیزې مبارکي ورکړه.

ښاغلي مشاط د حزب الله غورځنګ د شهید مشر سید حسن نصرالله خبرې تکرار کړې او وویل چې د صهیونیستي رژیم بنسټ د غڼې له کور څخه کمزوری دی.د یمن دغه دولتي چارواکي د صهیونیستي رژیم د هغو هڅو په وړاندې خبرداری ورکړ چې غواړي په ځینو سیمو کې اشغال ټینګ کړي او وویل: "دښمن د امریکا په همکارۍ د لبنان د خلکو ترمنځ د تفرقې رامینځته کولو هڅې ته دوام ورکوي."هغه ټینګار وکړ چې یمن به تل د لبنان او فلسطین په ګډون د مقاومت ځواکونو تر څنګ ولاړ وي او هیڅ فشار به دوی له دې ژمنې څخه لرې نه کړي.