د سالنګ لویې لارې د بیارغونې پیل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43478-د_سالنګ_لویې_لارې_د_بیارغونې_پیل
ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کېدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کېږي.
(last modified 2026-08-10T09:44:05+00:00 )
جوزا 03, 1404 14:05 Asia/Kabul
  • د سالنګ لویې لارې د بیارغونې پیل

ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کېدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کېږي.

په همدې اساس مسافر وړونکي وسایطو په ګډون کولای شي چې د یادې لویې لارې له بدیل (فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو په څلورویشت ساعته ډول تګ راتګ وکړي او ټولو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب لوري او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته په اصلي مسیر د تګ اجازه ورکول کېږي.ټولګټو وزارت له هېوادوالو څخه د يادې لويې لارې د کار د ښه ترسره کېدو او د اصلي مسیر د روان کال د کاري پلان تر بشپړېدو پورې د حوصله مندۍ غوښتنه کوي.د یادونې وړده چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د ځینو برخو د کانکرېټ اچونې کار تېر کال بشپړ کړی دی.