پر سیمه ییز یووالي د پاکستان ټینګار
جوزا 03, 1404 14:03 Asia/Kabul
پاکستان وايي چې د موجوده هېوادونو د امنیت د ساتنې لپاره د سیمه ییز ایتلاف د جوړولو هڅه کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار چین ته له سفر وروسته په یوه خبري غونډه کې ویلي چې اسلام آباد باید د افغانستان، چین او بنګله دیش ترمنځ د یووالي ټولنې په سیمه کې د امنیتي ستونزو د حل لپاره له پاکستان سره کار وکړي.هغه وويل، اسلام آباد هڅه کوي چې له کابل سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او پخوانۍ ناخوالې حل کړي.اسحاق ډار وويل چې پرونۍ درې اړخیزه غونډه یوه اصلي اجنډا درلوده هغه دا وه چې درې واړه هېوادونه باید اجازه ورنه کړي چې خپلې خاورې د بل هېواد پر ضد د ترهګرو له خوا وکارول شي.هغه وويل چې هېوادونه کولی شي د امنيتي ستونزو د حل او ننګونې د حل لپاره په ګډه يو ائتلاف جوړ کړي.