د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پراخول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43475-د_افغانستان_او_هند_ترمنځ_د_اړیکو_پراخول
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته ویلي چې نوی ډیلي په مختلفو کچو کې له کابل سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 03, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پراخول

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو وروسته ویلي چې نوی ډیلي په مختلفو کچو کې له کابل سره د اړیکو د پراخولو په لټه کې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او ملګرتیاوې پیاوړې کړي.په ورته وخت کې؛ د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له خلکو سره په دودیزه دوستۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ بحثونه کړي دي او اوس موږ اراده لرو چې دا اړیکه د مختلفو لارو چارو له لارې پرمخ یوسو، په شمول د پراختیایي ملګرتیا، د خلکو ترمنځ اړیکو او نورو لارو.د هند حکومت په تیرو دریو نیمو کلونو کې په تدریجي ډول سرپرست حکومت ته نږدې شوی او اوس اراده لري چې له کابل سره په اقتصادي او سیاسي چارو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.