د ملي پرمختګ لپاره د کانونو د عوایدو کارول
جوزا 03, 1404 13:59 Asia/Kabul
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، هیواد کې یې د زېربنایي پروژو د پلي کولو په موخه نږدې شل کانونه بېلابېلو شرکتونو ته سپارلي دي ترڅو له عوایدو څخه یې د افغانستان د زیربناوو په سکتور کې کار واخلي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان ټینګار کوي چې په دې کانونو کې سره زر، د ډبرو سکاره، سرب او جست، کرومایټ او نیفرایټ شامل دي او د قوشتیپې کانال په څېر د سترو پروژو تمویل لپاره ځانګړي شوي دي.هغه وويل، د سړکونو د جوړولو پروژې او د دوراني بندونو جوړول هم د دې کانونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید کاروي.مخکې له دې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت ویلي وو چې افغانستان ته د بهرنیو مرستو د کمښت له امله، دوی هڅه کوي چې د پراختیا لپاره په کورنیو عوایدو تکیه وکړي.له همدې امله؛ د افغانانو پر وړاندې یوه له سترو ننګونو څخه کمزورې اقتصاد ده، چې د خلکو ژوند یې ګواښي.