د صهیونیستانو د امنیتي چارواکو د استعفاوو پراخه څپه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43472-د_صهیونیستانو_د_امنیتي_چارواکو_د_استعفاوو_پراخه_څپه
د صهونیستي رژيم رسنۍ راپور ورکوي چې د یاد رژيم استخباراتي او داخلي امنیت اداره، شاباک، د خپلو چارواکو ترمنځ د تقاعد او استعفاوو له لویې څپې سره مخ ده.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
جوزا 03, 1404 13:56 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو د امنیتي چارواکو د استعفاوو پراخه څپه

د صهونیستي رژيم رسنۍ راپور ورکوي چې د یاد رژيم استخباراتي او داخلي امنیت اداره، شاباک، د خپلو چارواکو ترمنځ د تقاعد او استعفاوو له لویې څپې سره مخ ده.

دغو رسنیو راپور ورکړی چې د نتنیاهو پریکړه د محکمې د پریکړې څخه سرغړونه او د رژیم د کابینې د قانوني سلاکار د مشورې پر خلاف شوې دهدا د دې حقیقت سره سره ده چې ډیویډ زیني تیره اونۍ د شاباک د نوي مشر په توګه وټاکل شو، او پخوانی مشر له خپلې دندې ګوښه شو. ځکه چې هغه له نانیاهو سره ډېر اختلافات درلودل.د جګړې د دوام په اړه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سیاستونه او د رژیم د چارواکو او د نیول شویو سیمو د اوسیدونکو لخوا راپورته شویو غوښتنو ته نه پاملرنه د دې پراخې نارضایتۍ لامل دي.تر دې حده چې ځینو حتی د دې رژیم د سقوط وړاندوینه کړې ده.