هند او پاکستان د یوه بل ډېپلوماتان شړلي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43448-هند_او_پاکستان_د_یوه_بل_ډېپلوماتان_شړلي
په نوي ډیلي کې د پاکستان له سفارت څخه د یو ډیپلومات له ایستلو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته ګام کې په اسلام آباد کې د هند د سفارت یو چارواکی له هیواده وشړلو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
جوزا 01, 1404 12:53 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان د یوه بل ډېپلوماتان شړلي

په نوي ډیلي کې د پاکستان له سفارت څخه د یو ډیپلومات له ایستلو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته ګام کې په اسلام آباد کې د هند د سفارت یو چارواکی له هیواده وشړلو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر وویل چې شړل شوی کس د یو ناغوښتل شوي عنصر په توګه پیژندل شوی او له هیواد څخه وشړل شو.د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د هند د سفارت یو کارکوونکی د ډیپلوماټیک حیثیت خلاف فعالیتونو له امله د ناغوښتل شوي کس په توګه اعلان کړی او اړوند چارواکي ته یې امر کړی چې په څلورویشتو ساعتونو کې له هیواده ووځي.مخکې له دې؛ هند د پنجشنبې په ورځ یو پاکستاني ډیپلومات ته د هیواد پریښودو لپاره څلورویشت ساعته وخت هم ورکړ.په روانه میاشت کې د یو بل پر وړاندې د بریدونو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په چټکۍ سره زیات شوی دی.