د چابهار بندر؛ د افغانستان لپاره طلايي چانس
جوزا 01, 1404 12:52 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رییس محمد رضا بهرامي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ فرصتونو او ظرفیتونو د معرفي کولو په کنفرانس کې د چابهار بندر د افغانستان لپاره د طلايي فرصت په توګه یاد کړ.
هغه د څو کلونو دمې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون د جوړولو پلانونه هم اعلان کړل.بهرامي ویلي دي چې افغانستان په وچه کې راګیر هیواد دی او چابهار د خلاصو اوبو سره د نښلولو لپاره غوره لاره ده. موږ له افغان پانګوالو څخه غواړو چې د چابهار بندر ته لا جدي او قوي پاملرنه وکړي.دغه ایراني ډیپلوماتیک چارواکي ویلي دي چې سوداګري باید د خصوصي سکتور مسؤلیت وي؛ ځکه چې هیڅ حکومت ښه سوداګر نه شي کېدای.هغه وویل چې هغه د افغان سوداګرو ننګونې او ستونزې درک