د احمدشاه ابدالي کرکټ د سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43422-د_احمدشاه_ابدالي_کرکټ_د_سیالیو_دوام
څلورو لوبډلو د احمد شاه ابدالي په نوم د څلور ورځني فرسټ کلاس کرکټ ټورنمنټ کې برخه واخیسته.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 31, 1404 12:44 Asia/Kabul
  • د احمدشاه ابدالي کرکټ د سیالیو دوام

څلورو لوبډلو د احمد شاه ابدالي په نوم د څلور ورځني فرسټ کلاس کرکټ ټورنمنټ کې برخه واخیسته.

په دې سیالۍ کې، د ماهیپر لوبډلې د پامیر لوبډلې ته د دوه سوه دوه څلویښت منډو په توپیر ماتې ورکړه.په ورته وخت کې؛ هندوکش هم د میوند په وړاندې لوبه وکړه، خو لوبه پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده.دغه لوبې د ننګرهار په دوو لوبغالو، غازي امان الله خان او نجیب الله تره کې ترسره شوې.