د ترمذ خبرواترو کې د کابل د استازو ګډون
د ترمذ خبرو اترو لومړۍ غونډه په ازبکستان کې د بهرنیو چارو وزارت او د سرپرست حکومت د اقتصادي سکتورونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین محمد نعیم په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان باید د سیمې د اړیکو پر پله، د ټرانزیټ پر لار او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري همکاریو پر یوې مناسبې سیمې بدل شيپه ازبکستان کې د سرپرست حکومت سفیر عبدالغفار هم ویلي چې د ترمذ د خبرو اترو ناسته او ورته غونډې، نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره ډېر اهمیت لريد سوداګرۍ او پانګونې خونې ځينې مشرتابه غړي، چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور له استازو سره یې د «ترمذ خبرو اترو» په ناسته کې ګډون کړی، ویلي، چې دا ناسته د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې مهم رول لري.