د واکسین د ځانبساینې لپاره د روغتیا وزارت هڅې
ثور 31, 1404 12:42 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر نور جلال جلالي چې دغه وزارت هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د واکسین تولید پیل کړي
نوموړي له هغو هېوادونو، چې د واکسین په تولید کې تجربه لري، وغوښتل چې له افغانستان سره تخنیکي مرسته وکړي.د روغتیا وزارت د درمل جوړولو درې فابریکې معرفي کړې، چې د ښه تولید د کړنلارې جی اېم پي د سند پر اخیستو بریالۍ شوې ديدا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هم د خصوصي سکټور د ملاتړ ژمنه تازه کړه او د معیاري درملو د تولید زیاتوالی یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور وباله