امریکایانو ته د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر پیغام
ثور 31, 1404 11:11 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت الله خامنهاي د شهید ابراهیم رییسي د یاد مراسمو پر مهال، په وروستیو خبرو اترو کې د امریکا لوري ته په خطاب کې وویل، چې امریکایان دې هڅه وکړي چې بېځایه خبرې ونه کړي. هغه زیاته کړه، دا چې وايي ایران ته به د یورانیمو غني کولو اجازه ورنه کړو، دا زیاته غلطي ده او اسلامي جمهوریت د دې او هغه د اجازې په تمه نه دی.