د کافا فوټسال سیالیو لپاره د کیش کوربهتوب
ثور 31, 1404 11:10 Asia/Kabul
د ایران د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د کافا فوټسال سیالیو کوربهتوب په کیش ټاپو کې قطعي شوی دی.
د کافا سیالۍ به د پلان له مخې د سرطان له اتلسمې تر اته ویشتمې نېټې پورې په کیش کې ترسره شي.د افغانستان، ایران، تاجیکستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان ټیمونه به په دې سیالیو کې برخه واخلي.د کافا تورنمنټ په اسیايي فوټسال کې ډېر اعتبار لريپه تېر فوټسال نړیوال جام کې د اسیايي مرکزي زون څخه څلور ټیمونه—ایران، ازبکستان، افغانستان او تاجیکستان—د لومړي ځل لپاره بریالي شول، چې دا ښيي دا سیمه په اسیايي فوټسال کې څومره مهم ځای لري.