د نړیوال بانک لخوا افغانستان ته د پور ورکړه
ثور 31, 1404 11:08 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وايي، چې نړیوال بانک به د افغانستان د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو پورې تړلې پاتې پنځوس میلیون ډالره پور ادا کول پیل کړي.
د مالیې وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نړیوال بانک له خوا د پور اداینې پیل یوه لویه مالي پرمختګ بللی او ویلي یې دي، چې د دې بهیر په پیل سره به پرمختیايي پروژې بیا پیل شي او د خلکو لپاره به د کار فرصتونه رامنځته شي.دا په داسې حال کې ده، چې نړیوال بانک د افغانستان د قراردادي شرکتونو پورې د پور ادعا رد کړې او په یوه اعلامیه کې ویلي، چې قراردادونه د جمهوري دولت او قرارداد کوونکو ترمنځ شوي وو او د پورونو د اداینې مسؤلیت د نړیوال بانک پر غاړه نه، بلکې د جمهوري دولت مسؤلیت و.تر دې مخکې خصوصي شرکتونو څو ځلې د نړیوال بانک له خوا د خپلو پیسو د نه ورکړې په اړه شکایت کړی و.