ثور 29, 1404 16:56 Asia/Kabul
  • د بلوچستان ایالت چاودنه کې د ۴ تنو وژل کیدل

د پاکستان بلوچستان ایالت په عبدالله کلا سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي دي.

ویل کیږي چې په دې چاودنه کې چې تېره شپه یوه بازار ته نږدې وشوه شل نور کسان ټپیان شوي دي.پاکستاني پولیس د دې برید پړه د بلوڅ بیلتونپالو په غاړه اچوي خو تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی.په تیرو څو میاشتو کې په دغه ایالت کې ناکرارۍ خپل اوج ته رسیدلي دي.