کابل کې د والیبال غوره لیګ پيل
ثور 29, 1404 16:59 Asia/Kabul
پرون د افغانستان والیبال غوره لیګ څلورم فصل د خراسان پوهنتون او طلوع کمپلیکس لوبډلو ترمنځ په بریاوو سره پیل شو.
په لومړۍ لوبه کې خراسان پوهنتون د خوست سهیلي بازان لوبډلې ته د درې پر سفر په توپیر سره ماتې ورکړه.طلوع کمپلیکس هم په میدان کې پامیر ټیم ته د درې پر صفر په ورته نمرو سره ماتې ورکړه.نن د نګین هریوا ټیم د عقاب بابا په وړاندې او افغان ملي ټیم د ستاره ټیم په وړاندې لوبه وکړه.د افغانستان د غوره لیګ والیبال سیالۍ به د جوزا میاشتې تر نهمې پورې په کابل کې دوام وکړي.