ثور 29, 1404 16:54 Asia/Kabul
  • د غزې په ملاتړ د هالنډیانو لاریون

له یو لک څخه زیات هالنډي وګړي په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې مخې ته راټول شوي دي ترڅو د صهیونیستي رژیم او په غزه کې د هغوی د جرمونو په وړاندې د هالنډ حکومت دریځ وغندي.

دوی په دې راټولیدنه کې چې په تیرو شلو کلونو کې بې سارې وه د غزې لپاره د سرې کرښې ایستلو غوښتنه وکړه.د لاریون تنظیموونکو اعلان وکړ چې دا په تیرو شلو کلونو کې د یاد هیواد ترټولو لویه احتجاجي غونډه وه.د لاریون ویناوالو ټینګار وکړ چې د مارچ میاشت راهیسې په غزه کې سلګونه خلک د لوږې له امله مړه شوي دي. دوی د هالنډ حکومت په غزه کې د صهیونیستي رژیم د کړنو په اړه په چوپتیا تورن کړ.د بخښنې نړیوال سازمان مخکې په یوه بیان کې ټینګار کړی و چې د صهیونیستي رژیم له خوا د جګړې د قوانینو د پرله پسې سرغړونو سره سره، د هالنډ حکومت لا تر اوسه په غزه کې د دغه رژیم د جرمونو د حل لپاره کومه ځانګړې پالیسي نه ده جوړه کړې.