تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۱ فلسطینیانو شهادت
د فلسطین روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د غزې په بیلابیلو سیمو کې لږ تر لږه یوسل او یو پنځوس فلسطینیان شهیدان شوي دي.
دې ادارې اعلان وکړ چې د دغه کسانو له ډلې یوازې اویا کسان په مرکزي او شمالي غزه کې شهیدان شوي او لسګونه نور لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.ویل کیږي چې صهیونیستانو د ژغورنې پر کارکوونکو په برید کولو سره د ودانیو لاندې د بند پاتې شویو کسانو د ژغورنې مخه نیسي چې له امله یې د شهیدانو شمیر زیات شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې د حماس غورځنګ ویلي دي چې د صهیونیستي رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به په فلسطین کې د ترسره شویو جرمونو له امله په تاریخ کې تر ټولو لوی مجرم وبلل شي.د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې مشر هم اعلان وکړ چې د دوه زره درویشتم کال له اکتوبر راهیسې د دې ادارې له درې سوه څخه زیات کارمندان په غزه کې وژل شوي دي.