د ایران ولسمشر سره د امیرخان متقي لیدنه
ثور 29, 1404 16:50 Asia/Kabul
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تهران خبرو اترو فورم په څنډه کې د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل. په دې کتنه کې د ایران ولسمشر ویلي دي هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.