ثور 28, 1404 16:42 Asia/Kabul

د تهران د خبرو اترو څوارلسمه غونډه نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مطالعاتو په مرکز کې د ایران د ولسمشر او د افغانستان په ګډون د نړۍ د درې پنځوسو هیوادونو د چارواکو په شتون سره پیل شوه. د غونډې په پرانیستونکې وینا کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په غزه کې د اشغالګرو د جرمونو په وړاندې د اسلامي هیوادونو ترمنځ د یووالي غږ وکړ.