د لویدیځې آسیا د بیسبال سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43335-د_لویدیځې_آسیا_د_بیسبال_سیالۍ
د افغانستان د بیسبال لوبډله، چې په ایران کې د لویدیځې آسیا په لوبو کې ګډون کړی،او په خپله دویمه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 28, 1404 13:06 Asia/Kabul
  • د لویدیځې آسیا د بیسبال سیالۍ

د افغانستان د بیسبال لوبډله، چې په ایران کې د لویدیځې آسیا په لوبو کې ګډون کړی،او په خپله دویمه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه.

په دې لوبه کې افغانستان له سریلانکا څخه د نږدې شپږو پر اوو منډو په توپیر ماتې وخوړه.تر دې مخکې، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د فلسطین په وړاندې د ۲۱-۷ په توپیر ماتې خوړلې وه.دا سیالۍ د ایران د کرج ښار په کوربه توب ترسره کیږي.په دې ټورنمنټ کې د افغانستان، ایران، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، هند او فلسطین څخه د بیسبال ټیمونه برخه اخلي.ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله په خپله دریمه لوبه کې له هند سره مخ شي.د لوېدیځې اسیا د بیسبال اتلولي د غويي په پنځه ویشتمه پیل شوه او د دې میاشتې تر یودیرشمې پورې به دوام وکړي.