ثور 28, 1404 16:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان سره د ایران د ګډې پولې د دیوال د پلان پرمختګ

د ایران یوه پوځي چارواکي د افغانستان سره د یاد هیواد د شمال ختیځو پولو د دېوال د جوړولو د پلان د پرمختګ اعلان کړی دی.

صادق نوري د تایباد په سیمه کې د شمال ختیځ سرحدي دیوال پروژې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې تر دې دمه د دې پروژې لپاره اړین یو سل او شل کیلومتره زیربنا پلي شوې او له دوه ویشت کیلومترو څخه ډیر د سمنټو دیوال تولید او زیرمه شوی دی.هغه وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د دې پروژې لپاره پراخ زیربنایي اقدامات شوي دي، او زیاته یې کړه چې د دې پروژې د پلي کولو د چټکولو لپاره له شپاړسو قراردادي شرکتونو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شوي دي.د دې ایراني پوځي چارواکي په وینا، دا پلان د ایران او افغانستان د ګډو پولو د امنیت د زیاتولو په موخه پلي کیږي او تر دې دمه یې ایران ته د افغان اتباعو غیرقانوني ننوتل د پام وړ کم کړي دي.