د آسیا د ځوانانو د ۲۰۲۵ لوبو د بیاکتنې غونډه
ثور 27, 1404 14:28 Asia/Kabul
د دوه زره او پنځه ویشت کال د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ د دریم پړاو تخنیکي او همغږۍ غونډه په بحرین کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب مقیب الله شیخ زاده ګډون وکړ.د دې غونډې اصلي تمرکز د دې سیالیو لپاره تخنیکي مسلو، چمتووالي او پلان جوړونې بیاکتنه ده.ټاکل شوې ده چې د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ دریم پړاو د روان کال د تلې له اووه مې نیټې څخه د لړم تر اووه ویشتمې پورې په بحرین کې ترسره شي.ټاکل شوې ده چې افغانستان هم په دې سیالیو کې د څو ټیمونو په توګه برخه واخلي.