د افغان کډوالو د وتلو په اړه د امریکا خبرداری
ثور 27, 1404 14:25 Asia/Kabul
امریکايي رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د هیواد د کورني امنیت وزارت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې باید له هیواده ووځي.
په دې لیک کې راغلي چې ستاسو د امریکا پریښودو وخت دی. په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو هڅه مه کوئ. فدرالي حکومت به تاسو ومومي. مهرباني وکړئ سمدلاسه له امریکا ووځئ.په لیک کې راغلي چې د شمالي کالیفورنیا کې میشت دا شمیر افغانان باید د اوو ورځو دننه له متحده ایالاتو څخه ووځي.د امریکا حکومت په دې لیک کې ټینګار کړی چې په دې هیواد کې د دې اشخاصو شتون اوس غیرقانوني دی.دا کډوال د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته پخپله امریکایانو له افغانستان څخه وایستل.