د ایران د اټومي فعالیت په ملکي ماهیت ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43304-د_ایران_د_اټومي_فعالیت_په_ملکي_ماهیت_ټینګار
د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر د یاد هیواد د اټومي فعالیتونو د ملکي ماهیت پر اصل ټینګار کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 27, 1404 14:24 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي فعالیت په ملکي ماهیت ټینګار

د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ سازمان مشر د یاد هیواد د اټومي فعالیتونو د ملکي ماهیت پر اصل ټینګار کړی دی.

محمد اسلامي ویلي دي چې د ایران د اټومي پروګرام ټول ظرفیتونه، پروسې او موخې روښانه، سوله ییز او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر بشپړې څارنې لاندې دي.د نړیوالې ادارې له غړو سره له غونډې وروسته، هغه ټینګار وکړ چې دښمنان، د ایران د اټومي مسلې په اړه سیاسي لیدلوری لري، هڅه کوي چې ایران د پرمختګ مخه ونیسي.اسلامي روښانه کړې ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په وار وار ویلي دي چې دوی هیڅ کله اټومي وسلو په طرف نه دی تللی، او په دې ټولو کلونو کې، د فشار او ګواښونو سره سره، داسې پیښه نه ده رامنځته شوې.