د اتاري-واګه بندر بیا پرانستل
ثور 27, 1404 14:20 Asia/Kabul
د هند د بهرنۍ سوداګرۍ خونې مشر د هند او پاکستان ترمنځ د څو اونیو تاوتریخوالي وروسته د اتاري-واګه سرحدي لارې د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د نسبي آرامۍ سره، دا لاره د جمعې په ورځ بیا پرانیستل شوه، او لږ تر لږه یوسلو او پنځوس افغان سوداګریز موټرونه له دې لارې هند ته ننوتلي دي.د هند د بهرنۍ سوداګرۍ خونې مشر وویل چې دا موټرونه د جمعې په ماښام د افغانستان او هند ترمنځ د یوازینۍ ځمکنۍ لارې له لارې هیواد ته ننوتل.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مخکې اعلان کړی و چې د واګه بندر تړل به افغانستان ته له پنځه سوه څخه تر یو ملیارد ډالرو پورې زیان ورسوي. ځکه چې هند ته د افغانستان صادرات د هغه د وارداتو په پرتله ډېر دي.