له افغانستان څخه د شرمونکو وتلو د ټرمپ ټینګار
ثور 24, 1404 13:50 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا پر پخوانۍ ادارې نیوکه کړې ده.
ټرمپ له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې یوه له شرمناکو شیبو څخه بللې ده.هغه ادعا وکړه چې که هغه وای؛ دا غمیزه به نه وای رامنځته شوې او دیارلس امریکایان به هیڅکله د افغانستان په خاوره کې نه وای وژل شوي.هغه دا هم وویل چې د هغه اداره به د جو بایډن په مشرۍ د امریکا پخوانۍ اداره مسؤله وګڼي.ټرمپ په وار وار د امریکا په پخوانۍ اداره له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو له امله نیوکه کړې ده.