کابل ته د بې پولې ډاکترانو د مشر سفر
ثور 24, 1404 13:49 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د بې پولې ډاکټرانو له مشر سره په لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې روغتیا سکتور ته ځانګړې پاملرنه کوي.
دا غونډه، چې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم سره هم په جلا توګه ترسره شوه؛ له پاکستان څخه راستنیدونکو ته د روغتیایی اسانتیاوو په برابرولو هم ټینګار شوی دی.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل وویل چې د بې پولې ډاکټرانو مشر مېکایل لیپي ډاډ ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د مېندو او د هغوی د ماشومانو روغتیا او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې هڅې جاري وساتي.