د تورخم د وضیعت په اړه خبرې
ثور 24, 1404 13:48 Asia/Kabul
په تورخم کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سرپرست حکومت په تورخم کې له کمشنر عبدالجبار حکمت سره وکتل او د ټرانزیټ او سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او همدارنګه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د شخړو په مخنیوي باندې یې ټینګار وکړ.
پاکستاني چارواکي دا ژمنه هم وکړه چې په ځانګړې توګه د ناروغانو، سوداګرو او سوداګریزو موټرو لپاره به په لاره کې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي.په ورته وخت عبدالجبار حکمت وویل چې په فرضي کرښه کې یوه ننګونه د ناروغانو شتون دی چې په ځینو مواردو کې ورته اجازه نه ورکول کیږي چې له تورخم څخه تیر شي، چې دا یوه لویه ستونزه ګرځیدلې ده.په ورته مهال؛ افغان سوداګر هم ټینګار کوي چې پاکستان باید د ستونزو او ژمنو د دایمي حل لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي.