پېښور کې د ګڼ شمېر پولیسو مرګژوبله
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43198-پېښور_کې_د_ګڼ_شمېر_پولیسو_مرګژوبله
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 22, 1404 14:19 Asia/Kabul
  • پېښور کې د ګڼ شمېر پولیسو مرګژوبله

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ ترسره او د راپورونو له مخې درې نور پولیس ټپیان شوي دي.په پاکستان کې سرچینو ویلي چې برید د پیښور ښار په زړه کې یو بازار ته نږدې شوی دی.که څه هم د پاکستان حکومت د دې برید پړه پر ټي ټي پي اچوي، خو په رسمي ډول کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.په تیرو دوو کلونو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی، چې په سلګونو امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.