ثور 22, 1404 17:47 Asia/Kabul

د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د څلورم پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې په دې پړاو کې خبرې اترې په جزئیاتو متمرکزې وې.