د دیپلوماتیکو اړیکو پر پياوړتیا د کابل او اسلام آباد ټینګار
جوزا 11, 1404 17:12 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په یوه ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو په اړه خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني خبرو اترو کې دواړو خواوو په کابل او اسلام آباد کې د سفیر کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول یو مثبت ګام وګڼلو او د پاتې پړاوونو د بشپړیدو هیله یې څرګنده کړه.دواړو خواوو دا هم ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو لوړول په ډیری سکتورونو کې د همکارۍ د پراخولو لپاره اساس برابروي.دوه ورځې وړاندې پاکستان اعلان وکړ چې سرپرست حکومت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې د لوړولو لپاره به په کابل کې د خپل سفارت شارژدافیر سفیر ته لوړ کړي