په افغانستان کې د وچکالۍ تازه وړاندوینه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43194-په_افغانستان_کې_د_وچکالۍ_تازه_وړاندوینه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 22, 1404 14:12 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې  د وچکالۍ تازه وړاندوینه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی.

دې ادارې ویلي چې وچکالي سږ کال هم افغانستان ته سخت ګواښ دی.په ورته وخت؛ افغان بزګران دا هم وايي چې د باران بې ساري کمښت د دوی فصلونه سخت اغیزمن کړي دي او دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.تر دې مخکې د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان کړی و چې که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې هیڅ رول نه لري؛ خو له دې سیمې څخه تر ټولو زیات زیان ورته رسیدلی دی.