په غزه کې د صهیونیستي رژيم جنایتونو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43191-په_غزه_کې_د_صهیونیستي_رژيم_جنایتونو_دوام
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې یا آنروا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په غزه کې بشري ناورین له تصور څخه ډېر لرې دی.
(last modified 2025-12-28T09:45:50+00:00 )
ثور 22, 1404 14:02 Asia/Kabul
  • په غزه کې د صهیونیستي رژيم جنایتونو دوام

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې یا آنروا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په غزه کې بشري ناورین له تصور څخه ډېر لرې دی.

آنروا ټینګار کړی چې اوس مهال په سیمه کې لسګونه زره ټپیان شتون لري او زرګونه کورنۍ له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کولو ته اړ شوي دي.دې سازمان د صهیونیستي رژیم لخوا په دې سیمه کې بې ساري محاصره او قحطي د فلسطینیانو لپاره د ورو ورو یا تدریجي مرګ په توګه بیان کړی دیدا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو رژیم جنګي الوتکو د دوشنبې په سهار د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمه کې د فاطمه بنت اسد په نوم د نجونو په یوه ښوونځي بمباري وکړه چې لږترلږه پنځلس فلسطینیان چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو شهیدان شوي دي.