تهران ته د ازبکستان د لومړي وزیر سفر
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43171-تهران_ته_د_ازبکستان_د_لومړي_وزیر_سفر
د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 21, 1404 14:03 Asia/Kabul
  • تهران ته د ازبکستان د لومړي وزیر سفر

د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته ورسېد.

په مختلفو برخو کې د ګډې همکارۍ پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا د ایراني چارواکو سره د ازبکستان د لومړي وزیر د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.ټاکل شوې ده چې د عارفوف د تهران د سفر په لړ کې د ایران او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ څو سندونه لاسلیک شي.د دې سفر سره په ورته وخت کې به د ایران او ازبکستان د ګډ کمیسیون د شپاړسمې غونډې سند لاسلیک شي او د دې غونډې په څنډه کې به په تهران کې د ازبکستان سوداګریز مرکز پرانستل شي.